د بلوچستان له نوشکي ولسوالۍ څخه راپورونه وایي، چې نن د رخشان سیمې اړوند د (RCD) لویه لار کې د پاکستاني پوځ پر قافله ځانمرګی برید شوی، چې په نتیجه کې یې لسګونه پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په خپل تازه بیان کې د برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې د دوی د مجید بریګیډ فدایي یونټ په دې برید کې ۹۰ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
بلخوا، د بلوچستان چارواکو د برید پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې په پېښه کې ۱۱ پوځیان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
د یادولو ده چې دا برید په داسې حال کې شوی، چې تېره اوونۍ هم د بلوچستان په بولان سیمه کې د جعفر ایکسپریس رېل ګاډی، چې سلګونه پوځیان پکې سپاره وو، د بلوچ وسلوالو تر برید لاندې راغی. د راپورونو له مخې، په هغه برید کې د پاکستان د امنیتي ادارو لږ تر لږه ۲۰۰ غړي وژل شوي وو.