د بلوچستان کویټه ښار مستنګ سړک ته څېرمه نن پر موټر سایکل سپور یو ځآنمرګي بریدګر د پاکستان امنیتي ځواکونو د ګزمې پر موټر باندې ځانمرګی برید کړی. چې له امله یې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي ، او شل نور ټپیان شویدي. د بلوچستان تروریزم ضد مرکز دې یاد برید پخلی کړی. تر اوسه د یاد برید پړه چا په غاړه نده اخیستي.