که څه هم د تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو یو شمیر کسان ادعا کوي ، چې د طالبانو نوي حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر دې واک ویش په سر اختلافونو له کبله د طالبانو خپل منځي نښته کې وژل شوی. خو طالبانو وار له مخې پر خواله رسنیو دا شان اوازې رد کړیدي. او د ملابرادر په هکله یې ویلي چې هغه کندهار ته د امیرالمومینین ملا هبت الله اخوند لیدنې ته ورغلی. بل پلو ته بیا د خواله رسنیو ځینو فعالینو دا پوښتنه کړي ، چې اول دې طالبان د خپل امیر المومینین ملا هبت الله اخوند ولس ته راښکاره کړي ، نو د هغې وروسته به معلومه شي چې ملا عبدالغني برادر چېرته دی. که څه هم د تېرې څه کم یوې میاشتې راهیسې طالبانو په ټول افغانستان ولکه ټينګه کړي ، خو لا يې هم امیرالمومینین ملا هبت الله اخوند نه را څرګند شوی ، او نه يې کوم غږیز یا ویډيويي پیغام مخې ته راغلی. چې دغه حالت هم د طالبانو د امیر المومینین د مرګ او ژوند په هکله هم سوالونه زیږولي. د یادولو ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت سرپرست رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخند پداسې حال کې له قطره ورغلي قطري پلاوي سره لیدلي چې دده مرستیال عبدالسلام حنفي ، مولوي عبدالحکیم حقاني، مولوي امیرخان متقي ، مولوي محمد یعقوب مجاهد ، خلیفه ملا سراج الدین حقاني ، ملا خیرالله خیرخوا ، ملافضل اخوند او یو شمیر نورو لوړپوړ طالب مشرانو يې ملتیا کوله. خو دغه لیدنه کې هم ملا عبدالغني برادر شتون نه درلود.