د جرمونو نړیوالې محکمې نن د نومبر ۲۱مه د جنګي او د بشریت ضد جرمونو په تور د حماس یوه پوځي قومندان محمد ضیف (محمد دیاب ابراهیم المصري) او د اسرایلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر یواف ګالانت د نیولو حکم صادر کړ.
یادې محکمې په خپل تازه بیان کې ویلي چې دوی داسې شواهد لري چې دغه درې کسان په جنګي جرمونو او د بشریت ضد کړنو کې لاس لري. خو په ځواب کې، د حماس او اسرایلو دواړو تورنو مشرانو دغه تورونه رد کړي او ځانونه یې سپین بللي. نتنیاهو د جرمونو نړیوالې محکمې دغه حکم غندلی او پر نړیوالې محکمې یې د یهودانو ضد چلند تور لګولی، په داسې حال کې چې حماس د اسرایلو په وړاندې د محکمې پرېکړه تایید کړې، خو د خپل ځان په اړه یې دا پریکړه رد کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د جرمونو نړیواله محکمه ۱۲۴ غړي هېوادونه لري، خو امریکا او اسرایل د دې محکمې غړیتوب نه لري. دا چې دا محکمه به په دې وتوانیږي چې یاد مشران عدالت ته راکش کړي که نه، وخت به یې ځواب ووايي. تر دې وړاندې هم دغه محکمه د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو د مشرانو په وړاندې د اقدام په برخه کې کمزورې پاتې شوې ده.