نن د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې د جنبش ګوند پلویان د یوې مظاهرې په ترڅ کې راټول شوي وو او دې فاریاب لپاره نوي ټاکل شويوالي مخالفت اعلان یې وکړ. که څه هم مرکزي حکومت تېره اونۍ د فاریاب ګوښه کړل شوی والي نقیب الله فایق ته انتصابي سناتورچوکۍ او د غازي میربچه خان دولتي مډال ورکړ. او داسې ښکاریدله چې که دا سیاسي ستونزه حل شوله، خو نن د جنبش ګوند پلویانومزار ښار کې مظاهرې په ډاګه کړله چې جنبش ګوند لاهم راضي شوی ندی. او دې نن مظاهرې په ترڅ کې یې د نظام غیر متمرکز کیدواو والیانو انتخابي کیدو غوښتنه هم کوله.