ولسمشره سالومه زورابیشویلي واکمن ګوند “جورجیا ډریم” ته شپږ ورځې وخت ورکړی ترڅو د نوو پارلماني ټاکنو اعلان وکړي. هغې دغه څرګندونې د اپوزیسیون یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې
سالومه زورابیشویلي په خپلو خبرو کې وویل:
“زه لا هم د جورجیا ولسمشره او د وسلهوالو ځواکونو اعلی قوماندان یم، او زه به په دې حساسو حالاتو کې خپل مسوولیتونه ترسره کړم”
ولسمشرې د دسمبر ۲۹ د خپل غوښتنې وروستی نېټه وټاکله. دا نېټه د میخایل کاویالاشویلي د لوړې مراسمو سره هممهاله ده
اپوزیسیون پر واکمن ګوند خپل فشار زیات کړی چې د اروپایي اتحادیې سره د اړیکو د ځنډولو پرېکړه بیرته واخلي. د دوی په وینا، دغه پرېکړه د جورجیا د خلکو د ارادې او ملي ګټو پر خلاف ده. اپوزیسیون ادعا کوي چې واکمن ګوند هېواد له خپل اروپایي ادغام څخه لرې کوي، چې لا هم د جورجیا د وګړو اساسي هیله ده
د اپوزیسیون د دریځ په پام کې نیولو سره، ولسمشرې زورابیشویلي پر واکمن ګوند غږ وکړ چې د سیاسي کړکېچ د حل لپاره ګامونه پورته کړي. هغې وویل:
“زه ستاسو ځواب ته انتظار کوم ترڅو هر څه روښانه شي. سبا ماښام به زه له ماڼۍ څخه بشپړ پیغام ثبت کړم”