یوې باوري سرچینې ژورنالیست بلال سروري ته ویلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د خپل تره او د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل حقاني تر مړینې وروسته سمدستي نن د شمالي ولایتونو څخه ټول لوړپوړي جنګي قوماندانان کابل ته ورغوښتي وه او د شپې تر ناوخته یې ورسره غونډه درلوده. د سرچینې په وینا چې سراج الدین حقاني خپلو ټولو جنګي قوماندانانو ته امر کړی چې ټول کابل څخه ووځي. پکتیا او خوست ته دې ولاړ شي.
بلال سروري لیکلي چې که څه هم د دې پرېکړې موخه تر اوسه روښانه نه ده، خو شنونکي اټکل کوي چې دا به د سراج الدین حقاني له خوا د خپل ځواک ښودلو هڅه وي، یا ښایي د طالبانو د مشرتابه پر وړاندې د اعتراض یوه نښه وي.
راپورونه زیاتوي چې د خلیل حقاني د مرګ په تړاو سراج الدین حقاني او د هغه نږدې ملګري د پړې ګوته د طالبانو د مشر هبت الله د استخباراتي ادارې پر لور نیسي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعالینو دغه برید د داعش خراسان څانګې (ISKP) او پاکستان کار بللی دی.