پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د خوست ښار تېرې ورځې چاودنه کې د تحریک طالبان پاکستان ۲۱ یویشتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي!
د پاکسان جیو تلویزون د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د افغانستان خوست ښار یوه هوټل کې د یوه ماین چاودنې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان د مهمو قوماندانانو په ګډون شپږ ټي ټي پي غړي وژل شوي او ۱۵ تنه نور سخت ټپیان دي.
دجیو تلویزون سرچينو ترمخه په بمي چاؤدنه کې په وژل شوؤ کې دټي ټي پي کمانډر عبدالمنان، عالم خان مداخېل، کجير اؤ درې نور نامعلومه وسله وال شامل دي.
سرچينې وائي په ژوبل شوؤ کې دټي ټي پي کمانډر فضل امين، کمانډر محمد عرف طوفان اؤ کمانډر نورپاو خان هم شامل دي.
په ټپیانو کې د دوی تر څنګ فقیرالله تروزایی ستکی، علي سرخان، زبیر، هجرت الله، کمال، شیرافضل، بخت الله، ذبیح الله او دوه تنه نا معلوم نور وسلوال هم شامل دي.
د یادولو ده چې د خوست طالبانو امنیه قوماندانۍ تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې دې خوست ښار یو ځایي ریستورانت کې د ګازو ډبې چاودنه شوي. خو د مرګ ژوبلې په اړه چپه خوله پاتې شوي وو!