د خیبرپښتونخوا څخه خبري سرچینې وایي چې نن د خیبر اړوند ثوابی او میرعلي دوو جلاه بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د خیبر پښتونخوا اړوند شمالي وزیرستان ځایي پولیسو رسنیو ته ویلي چې نن د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو لخوا په میرعلي کې ددوی پر یوې پوستې برید کې د زاهدالله په نوم پولیس وژل شوی. او وسلوال له سیمې په تېښته بریالي شوي. بلخوا ته ثوابی یار حسین روډ ته څېرمه هم نامعلومو وسلوالو نن د پولیسو یو ګاډي ته لاسي بم غورځولی چې له امله یې پولیس افسر ساحر خان وژل شوی، کانسټیبل اعجاز او ګل نصیب ژوبل شوي. د یادولو ده چې که څه هم تر اوسه د یادو بریدونه پړه چا په غاړه نده اخیستي. خو د پاکستان امنیتي چارواکي یې پړه پر تحریک طالبان پاکستان وراچوي.
عکس: ارشیف