د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې جنورۍ په درویشتمه د خیبر پښتونخوا بنو ضلعې اړوند جانیخيلو سیمه کې د یوې بمي چاودنې له امله یې د ګل شېر په نوم یو فوجي وژل شوی. د یادولو ده چې که څه هم تر اوسه د یاد برید پړه چاه نده منلي . خو په خیبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان خپلو بریدونو ته دې وروستیو کې زور ورکړی . او تېرو دوه میاشتو کې د خیبرپښتونخوا ګڼ ښارونه د امنیتي پېښو شاهدان وو.