د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر یا (ای ایس پي ار) نن دیسمبر ۳۱ خپل تازه بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا بنو سیمه کې د وسلوالو سره نښته کې یو پوځي او ۴ وسلوال وژل شویدي. د پاکستان پوځ بیان کې ویلي چې د خیبرپښتونخوا بنو اړوند جاني خېلو سیمه کې پوځ د ترهګرو په ضد عملیاتو بوخت وو چې یاده وسلواله نښته رامنځته شوله. چې له امله يې د محمد وسیم په نوم یو پوځي او ۴ ترهګر ووژل شول. د یادولو ده چې دې تېرو درو میاشتو راهیسې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ټي ټي پي وسلوالې ډلې لخوا بریدونو کې زیاتوالی راغلی چې د پاکستان حکومت يې ټوله پړه د افغانستان پر اوسنیو واکمنو ااا حکومت ور اچوي چې هغوی د پاکستان ضد وسلوالو ته افغانستان کې ځای ورکړی. خو د ااا حکومت په وار وار سره د پاکستان حکومت دا ادعا رد کړیده