د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) نن په خپل تازه بیان کې ویلي چې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د وسلوالو سره په نښته کې د پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.
په بیان کې ویل شوي چې د پوځ ځوابي عملیاتو په ترڅ کې ۸ وسلوال هم وژل شوي دي.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. چې اوس تقریباً هره ورځ د خیبر پښتونخوا څخه د پوځیانو مرګژوبلې راپورونه مخې ته راځي، چې دا په یاده سیمه کې د امنیت د خرابېدو او وسلوالو د فعالیتونو د زیاتېدو ښکارندویي کوي.