د خیبر پښتونخوا پولیسو رسنیو ته ویلي چې نن د خیبر پښتونخوا دیر ظلعې کې نامعلومو وسلوالو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند
غړي ملک لیاقت علي خان باندې برید کړی ، چې له امله یې ملک لیاقت علي خان سخت ټپي شوی او ورسره څلور نور کسان چې دوهپولیس ، یو د خان ورور او وراره شامل وه وژل شوي. یاد برید کې درې نور کسان هم ټپیان شویدي. د پولیسو په وینا چې لیاقت علي خاند سختو ټپونو له امله پېښور ته منتقل شوی. د خیبر پښتونخوا وزیر عالئ محمود خان هم د رسنیو ته دې پېښې تصدیق کړی، او پولیسو تهیې لارښوونه کړي چې پېښې کې ککړ کسان ګرفتار او عدالت ته مخامخ کړي.