د کورمې سیمهییزې خبري او امنیتي سرچینې وایي چې د شیعه او سني تر منځ روانې شخړې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۲۱مه/لیندۍ ۱) هغه مهال پیل شوې، کله چې د شیعه وګړو ۲۰۰ موټرو کاروان په بګن او اوچت سیمو کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا تر برید لاندې راغی. په دغه برید کې ۴۴ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، ووژل شول، او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان شول.
تر برید وروسته په پاړه چینار کې د وژل شویو د کورنیو او شیعه وګړو له خوا قهرجن لاریونونه وشول. د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر مظاهرهچیان، چې ځینې یې وسلې هم لري، د بګن بازار ته په رسیدو دوکانونو، پټرول پمپونو او کورونو ته اور اچوي.
د بګن بازار د اورلګېدنې وروسته، د توري قبايلي لښکر او ځايي قبایلو تر منځ سختې نښتې شوې. دغه راز، د مقبل، کنج علیزی، صدې ښار او بالشخېلو سیمو کې هم د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ شخړې رامنځته شوې دي، چې له امله یې تر دې دمه ۳۲ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
که څه هم د پنجشنبې د برید پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو په کورمه کې د شیعه او سني تر منځ د تاوتریخوالي اوږد تاریخ شتون لري.