د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي له دفتره خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د افغان سولي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ، نن د افغانستان لپاره د رسیې ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف ، د چین ځانګړي استازي ښاغلي یوشیایو یونک او د پاکستان ځانګړي استازي ښاغلي صادق خان سره لیدلي ، او دلیدنې په ترڅ کې يې افغانستان کې د همه شموله حکومت ، سولې او ثبات ، معتدل سیاست ، د ښځو له حقونو ملاتړ او ټولو افغانانو لپاره د زده کړو د زمینې پر برابرولو او د افغانستان لپاره د سیمه ایزو همکاریو پر اهمیت بحث او خبرې کړي.