دمشق – په سوریه کې د روسیې سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له دغه هېواد څخه ژر تر ژره ووځي.
د سفارت د وینا له مخې، د دې سپارښتنې لامل په سوریه کې د “ستونزمن نظامي او سیاسي وضعیت” دوام بلل شوی دی.
دې یادولو ده چې دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د سوریې حکومت ضد یاغیان د حمص ستراتیژیک ښار پر لور پرمختګ کړی دی. د حمص ښار، چې مهم جغرافیایي موقعیت لري، د جګړې لپاره ستراتیژیک ارزښت لري او د دې نیول به د سوریې د سیاسي وضعیت پر وړاندې لوی ګواښ رامنځته کړي.