د افغانستان سولې وزارت لخوا خپاره شوي بیان کې راغلي چې د افغانستان سولې مذاکرهکوونکي هیئت نن ماښام د متحده ایالاتو، روسیې، چین او پاکستان له استازو سره په دوحه کې ناسته درلودله.او په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پروسې او په دې پروسې کې د سیمې د هیوادونو د رول په هکله خبرې وشوې.
د ترویکا پلس غړو هیوادونو استازو د افغانستان د سولې له پر بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا اعلان کړ او د افغانانو ترمنځ د سولې پروسې د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.