د سپینې ماڼۍ ویاند جېن ساکي نن رسنیو ته وویل چې د روانې اونۍ په پای کې به افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغان سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله امریکا ته راځي او سپینه مانۍ کې به د امریکا جمهور رئیس جوبایډن سره لیدنه وکړي. جېن ساکي وویل چې په دې لیدنه کې به دواړو ملکونو مشران دې دواړو ملکونو پر دوه اړخیزو اړیکو ، افغان سولې ، افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځونو وتلو وروسته د نظامي او بشري مرستو په دوام خبرې وکړي.