د غزني مالستان ولسوالۍ ولسي شورا ځینو غړو رسنیو ته ویلي چې وسلوالو طالبانو د غزني مالستان ولسوالۍ له نیولو وروسته په لسګونه ملکیان د خپلو کورونو په زوره بیولي او په مرموز ډول یې وژلي. د غزني ولایتي شورا غړې فاطمې رحیمي هم رسنیو ته منلي چې وسلوالو طالبانو د سپین بولدک په شان په مالستان کې هم ملکیان وژلي. له بلې خوا د بشر حقونو څار نړیوالې ادارې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملکیانو په وژنه خواشینې څرګنده کړي. د یادې ادارې اسیا برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن هم رسنیو ته ویلي ،” سره لدې چې طالب مشران د خپلو جنګیالیو لخوا د ملکیانو وژنه نه مني ، خو دې طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له کورونو په خپل سر د خلکو ایستلو او نیولو په اړه کافي اندازه اسناد او شواهد شته. او موږ ژوره اندیښنه لرو چې ښايي طالبان کندهار کې له امنیتي ځواکونو او دولت سره جګړه کې په ډېرو نورو جنایتونو هم لاس پورې کړي”.