د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې (HUR) د دسمبر په ۱۴مه ادعا وکړه چې شمالي کوریايي سرتیرو د کورسک سیمه کې په تېروتنې سره یو برید کې د اوکرایني ځواکونو پر ځای د روسي ځواکونو د چیچني اخمت ډلې اته غړي وژلي دي.
د HUR په وینا، دغه پېښه د روسي او شمالي کوریايي سرتیرو ترمنځ د ژبې د خنډ له امله رامنځته شوي ده.
بلخوا ته اوکرایني چارواکي وايي چې د دسمبر تر ۱۴مې نېټې پورې، د شمالي کوریا شاوخوا ۲۰۰ سرتیري د اوکراین سره جګړه کې وژل شوي دي.
ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له دې وړاندې ویلي وو چې د شمالي کوریا سرتیري «د پام وړ زیانونه» ګالي، خو کره شمېر یې نه وو ورکړی.
د یادولو ده چې اوکرایني او لوېدیځو چارواکو د ۲۰۲۴ کال په مني کې خبرداری ورکړی و چې له ۱۰ زرو زیات شمالي کوریايي سرتیري روسیې ته رسیدلي. تر څو د روسي ځواکونو سره په ګډه د روسیې کورسک څخه اوکرایني ځواکونه په شاه وتمبوي.