د طالبانو له منځه یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د طالبانو امیر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه تازه فرمان په ترڅ کې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له دندې ګوښه او پر ځای یې مولوي عبدالکبیر ټاکلی. د مولوي عبدالکبیر له دفتره حسن حقیار رسنیو ته ویلي چې رئیس الوزرا ملا حسن اخوند د ناوړه صحي حالت له وجهې د امیر صیب ملا هبت الله لخوا له دندې ګوښه شوی. د یادولو ده چې تر اوسه د طالبانو رسمي سرچینو یا د ملا حسن اخوند دفتر پدې اړه رسمي بیان مخې ته ندی راغلی.