د طالبانو حکومت رسنیو ته منلي چې د پنجشیر عبدالحمید خراساني یې د پکتیا ولایت احمد اباد ولسوالۍ لپاره ولسوال ټاکلی. عبدالحمید خراساني چې اصلا د پنجشیر تاجک دی. او د جمهوریت پر مهال هم د جنجاله ډکه څېره وه. چې جمهوریت ړنګیدو وروسته د طالبانو لخوا د پنجشیر امنیه قوماندان وټاکل شوو. خو هلته د یو شمېر سرغړونو له امله دې وروستیو پنځو میاشتو راهیسې په کور کینول شوی وو. خو اوس تازه د پکتیا احمد اباد لپاره د ولسوال په توګه ټاکل شوی. د یادولو ده چې خراساني د طالبانو لومړنی سیمه ییز غیر پښتون قومندان نه دی چې له خپل ولایت څخه بلې سیمې ته ګومارل کیږي. د راپورونو له مخې تېر کال د طالبانو ډلې په بلخاب کې د دې ډلې له یوازیني هزاره قوماندان مولوي مهدي څخه غوښتي وو چې په بل ولایت کې کار وکړي، خو هغه انکار وکړ چې له امله یې د هغه د پلویانو او طالب ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته هم وشوه. خو طالبانو هغه څه موده وروسته د ایران پولې ته څیرمه ونیولو او پرته له محاکمې یې اعدام کړ.