د طالبانو دفاع وزارت په یوه تازه اعلامیه کې د پاکستان لخوا د برمل ولسوالۍ، پکتیکا ولایت کې د وزیرستاني کډوالو پر وړاندې د ترسره شویو هوايي بریدونو په کلکو ټکو غندنه کړې. په اعلامیه کې راغلي
نن ماښام، پاکستاني ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په کډوالو هوايي بریدونه وکړل. دغه بریدونه عام خلک په نښه کړل چې ډېری یې وزیرستاني کډوال وو. په دې برید کې څو تنه عام وګړي، په شمول د ماشومانو، شهیدان او ټپیان شوي دي
اسلامي امارت دا وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه او د تجاوز عمل بولي او په کلکه یې غندي
د طالبانو دفاع وزارت زیاته کړې
پاکستاني لوري ته پکار ده چې پوه شي دا ډول یو اړخیز اقدامات هیڅ ستونزه نه حلوي. اسلامي امارت دا شنیع عمل بې ځوابه نه پرېږدي او دا خپل حق ګڼي چې د خپلې خاورې او خپلواکۍ دفاع وکړي
دا هم یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان په افغانستان کې ملکي وګړي په نښه کوي. تېر کال هم ورته هوايي بریدونه شوي وو، چې د طالبانو د حکومت لهخوا یوازې په غندنه سره ځواب ورکړل شو.