د طالبانو سرپرست حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو دمطبوعاتي دفتر یوه مسول بلال کریمي پر ټويټر پاڼه خپور کړی ، ویلي چې د افغانستان په ځينو سیمو کې یو شمیر طالب جنګیالیو د عمومي عفوې اعلان برخلاف غچ اخیستونکي وژنې تر سره کړي. او نوموړي دا صوتي پیغام کې طالبانو ته سپارښتنه کړي چې هیڅ مجاهد دا حق نلري چې دې عمومي عفوې ژمنه ماته کړي او یا د هغې خلاف غچ واخلي. که څه هم دې صوتي پیغام کې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب یوازې د محدود شمیر وژنو خبره کړي ، خو بلخوا ته تېره میاشت د ملل متحد بشري حقونو یوه راپور کې د زړه بوږونکو وژنو راپور ورکړل شوی وو. او پر طالبانو یې غږ کړی وو چې دا شان وژنې په جنګي جنایتونو کې راتللی شي.