حقاني په خپل تازه بیان کې د خپل امیر نوم نه اخیستلو پرته د هغه په وروستیو پرېکړو انتقاد وکړ. او ویې ویل: “دا داسې نه کېږي چې یوازې له ځان سره پرېکړه وکړې او ووایې چې زه واکمن یم؛ نو که زما خبره څوک مني، ودې مني، او که یې نه مني، اسمان پرې نه ړنګېږي. نه! ته د الله (ج) په وړاندې مسؤل یې، او الله (ج) به درنه پوښتنه کوي.”
نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د ځینو پرېکړو له امله نن موږ ولس ته ځواب ویلو توان نه لرو او بې ځوابه پاتې یو. حقاني ټینګار وکړ چې “موږ چې ځانونه د دین استازي بولو، نو باید داسې عمل او ګفتار وکړو چې خلک له دین او نظام څخه زړه توري نه شي.”
د یادونې وړ ده چې د حقاني د نیوکو ډک دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راځي چې د طالبانو امیر، شیخ هیبت الله اخوندزاده، په دې وروستیو کې د ښځو د زده کړو او کار بندیز په اړه فرمانونه صادر کړي دي. او دغه پرېکړې کور دننه او بهر سختو نیوکو او غندنو سره مخ دي. تېره اونۍ د ناروې هېواد، چې نږدې و طالبان په رسمیت وپېژني، له همدې امله د خپلې پرېکړې پر شا شول. د طالبانو په امیر ملا هیبت الله یې غږ کړی ، چې د افغان مېرمنو په اړه د جنسیني تبعیض ډکې خپلې پرېکړې بېرته واخلي.