د تېرو څو ورځو راهیسې د طالبانو رهبری شورا په کندهار کې سره راټول شوي وو ، او د حکومت جوړښت باره کې یې درې ورځې پرلپسې ناستې او خبرې درلودې. یوې سرچینې چې د یادو جریاناتو ځان باخبره بللو ، هېواد پریس ته وویل چې نیږدې دوو یا درو ورځو کې به طالبان د خپلې خوښې حکومت جوړښت اعلان کړي. چې په هغې کې ټاکنو او میرمنو ته ځای ندی ورکړل شوی. سرچینې د نظام جوړښت په هکله وویل چې د طالبانو نظام رئیس یا امیر المومینین به کندهار کې میشت وي، او پاتې نور مشران به یې کابل کې خپل مسولیتونه پر مخ وړي. د سرچینې په وینا د طالبانو ریاست یا امیر المومینین مقام به د ملا هبت الله اخوندزاده په غاړه وي . او د صدارت چوکی لپاره دا مهال درې کسان ( ملا عبدالغني برادر ، ملا یعقوب ، ملا سراج الدین حقاني) په نظر کې نیول شوي ، خو لا تر اوسه دا پریکړه نهايي شوي نده چې دې درو کسانو کې به کوم یو ته د طالبانو صدارت چوکۍ مسولیت ورسپارل کيږي. سرچینې د طالبانو راتلونکي حکومتي جوړښت کې د پخواني افغان حکومت مشرانو ته ځای ورکول باره کې د ډېر کم امکان یادونه وکړله ، د سرچینې په وینا چې اکثریت طالب مشران پدې راضي ندي چې پخواني حکومت مشرانو یا سیاسي لیډرانو ته دې هم طالبانو حکومت کې ځای ورکړل شي.