د پاکستان خبري سرچینې راپور ورکوي چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند لاریونوالو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د پنجاب یو پولیس وژل شوی او له ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د تحریک انصاف ګوند د خپل مشر عمران خان د خوشې کولو لپاره په اسلاماباد ډي چوک کې د پراخ لاریون اعلان کړی دی. راپورونه وایي، د تېرو دوو ورځو راهیسې د دې ګوند پلویان هڅه کوي چې اسلاماباد ته ځانونه ورسوي، خو پولیسو په لارو کې سخت خنډونه جوړ کړي دي.
په دې ترڅ کې، په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوي دي. د پېښور څخه د تحریک انصاف ګوند مشر ارباب عاصم رسنیو ته ویلي چې د لاریونوالو پر وړاندې ګڼ خنډونه جوړ شوي، او له دې خنډونو تېرېدل وخت ته اړتیا لري.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سربېره، د پاکستان نورو برخو څخه هم د تحریک انصاف پلویان اسلاماباد ته روان دي.
بلخوا، د اسلاماباد پولیس ادعا کوي چې لاریونوال د دوی پر وړاندې په سخت ډول کاڼي وراچوي، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د یادولو ده چې عمران خان او د ګوند ځینې مشران یې تېرو دوو کالونو راهیسې بندیان دي. او اوس یې پلویان هڅه کوي. چې راخوشی یې کړي.