د پخواني دولت سره د کار کولو په تور او د غچ اخیستنې په ټس کې لا هم د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د پخواني دولت کسانو وژنې روانې دي. چې تازه پېښه نن کندهار کې رامنځته شوي. ځايي سرچینې وايي چې کندهار ښار کې طالبانو نن د پخواني حکومت ملي امنیت کارمند چې ظاهر نومیده ، له کوره ایستلی او بیا یې وژلی. خو طالبانو تر اوسه دې یادې پیښې په هکله کوم غبرګون ندی ښودلی