د غزني امنیتي چارواکي وايي طالبانو تیره شپه له څلورو خواوو په دې ولسوالۍ باندې بریدونه پيل کړي دي
دقره باغ ولسوالۍ امنیه قومندانۍ سرپرست وايي چې طالبانو تیره شپه یوه بجه له څو اړخونو په دې ولسوالۍ باندې برید کړی دی او دا ولسوالۍ له څلورو اړخونو تر محاصره لاندې ده او د ولسوالۍ ودانۍ اوس مهال درنو وسلو شلیک لاندې نیول شوې ده،
ځیرک وايي چې سرتیري ډیری کم جګړه ایز امکانات ترلاس لاندې لري او تراوسه پورې توانیدلي چې ددې برید په وړاندې باندې ودریږي او که مرسته ورته ونه رسیږي ددې ولسوالۍ سقوط امکانات شتون لريږ د کورنیو چارو وزارت هم مني چې جګړه روانه ده وايي امنیتي ځواکونو له لوري عملیاتونه هم پيل شوي دي.