د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان جنرال اسکات مېلر هرات ته په سفر تللی وه او هلته يې د هرات والي سید وحید قتالي او ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال ارغندیوال سره ولیدل
دغه لیدنه کې د هرات والي سید وحید قتالي وویل چې “موږ د خپلې خاورې دفاع ته چمتو یو، د افغانستان زړور دفاعي او امنیتي ځواکونه اوس په کلکه د خپلو خلکو او هېواد دفاع کوي او نورو سختو ورځو ته چمتو دي”. جنرال سکاټ میلر هم دې لیدنه کې د هېواد امنیتي ځواکونو پرمختګ او لاسته راوړنې وستایلې او ويې ویل چې ، “زه د افغان امنیتي ځواکونو په ځواک او وړتیا بشپړ باور لرم