د لوګر ولایت پل علم مرکزي شفاخانې ته څېرمه د روژه ماتي مهال یو موټر بم ځآنمرګی برید شوی . چې پراخ ویجاړی ، مالي او ځاني تاوانونه يې اړوړلي . د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې برید د پخواني ولایتي شورا رییس ډاکتر عبدال وکیل کور کې چې دا مهال د ازرې ولسوالۍ خلکو لپاره دې میلمستون په ډول کارول کیدو، دننه شویدی. چې د برید پر مهال دغه کور کې د کانکور ازموینې لپاره د ازرې ولسوالۍ څخه راغلي زده کوونکي هم وه. چې ډېره مرګ ژوبله هغوی ته هم اوړیدلي. د لوګر ولایتي شورا اوسنی رییس حسیب الله ستانکزی وايي چې چاودنه خورا زوروره وه. سیمه کې يې پراخ ویجاړی رامنځته کړی، چې له امله يې ۳۸ کسان شهیدان شوي او دې نورو هغو پسې لټون روان دی چې دې نړیدلو کورونو تعمیرونو لاندې دي. همدا شان دې پیښه کې ۱۵۰ کسانو پورې ټپيان شوي هم دي. د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې دغه برید کې د پل علم مرکزي شفاخانې ته هم زیان راسیدلی. او ویډیو يي انځورونو کې ښکاري چې ټولې شیشې ماتې شوي دي