د تېرې اګست میاشتې په ۲۹ نیټه د متحده ایالاتو یوې بې پېلوټه الوتکې کابل ښار کې پر یوه موټر چې داعش خراسان ډلې ځانمرګي موټر بم ګمان پرې کیده ، برید وکړ. چې هغه وخت د امریکا پوځ ادعا کړي وه چې یاد برید کې يې دې داعش خراسان ډلې کسان وژلي. خو اوس د څېړنو پایله کې په ډاګه شوي، چې هغه برید یوه تېروتنه وه او د برید ټول قربانیان بې ګناه ملي وګړي وو. نن د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ لوی درستیز جنرال فرانک مک کینزي رسنیو ته وویل چې ، زموږ د څېړنو او بیا ارزونو وروسته موږ دې نتیجه ته ورسیدو چې یاد برید کې تر لسو پورې ملکیان چې ۷ پکې ماشومان وو، په تراژیدیک ډول وژل شوي. زه دې همدې کبله د قربانیانو کورنیو او دوستانو څخه د زړه له کومې بښنه غواړم او دوی ته تسلیت وایم. او تر څنګ ددغه تراژیدکې پېښې ټول مسولیت په غاړه اخلم. د امریکا له دې ډرون بريد درې ورځې مخکې کابل هوايي ډګر ته څېرمه یوه ځانمرګي برید کې ۱۰۰ ملکي کسان او ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي وو