د متحده عربي اماراتو دولت مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د دولتي مراسمو په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو، په شمول د طالبانو د استازي، باورلیک هم منلی.
په دغو مراسمو کې اخیستل شوي ډلهییز عکس کې د ټولو هېوادونو دیپلوماتیک استازو شاته د خپلو هېوادونو بیرغونه ښکاري، خو د طالبانو استازي شاته د دې ډلې بیرغ ځای پر ځای کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
له بلې خوا دغه عکس کې د طالبانو سفیر مولوي بدرالدین چې د استونیا سفیرې ماریا بلوس سره څنګ کې جوخت ولاړ دی، د افغانانو ترمنځ په خواله رسنیو کې تاوده بحثونه راپارولي دي. ډېرو خلکو د طالبانو د امیر وروستي پیغام ته ګوته نیولې، په کوم کې چې یې د خپلې ډلې غړي له عکس اخیستلو منع کړي وو.
د یادونې وړ ده چې متحده عربي اماراتو د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. د طالبانو استازی یوازې د ډیپلوماتیکو اړیکو د تنظیم لپاره منل شوی دی.