د مسلکي تعليماتو او لوړو زده کړو اونۍ پروګرام په لړ کې د هېواد د نورو ولايتونو تر څنګ په پکتيا ولايت کې هم څلور مسلکي لیسې د د ولسمشر محمد اشرف غني چې په انلاين توګه ګډون درلود او د ولايت والي محمد حليم فدايي له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. په دې مراسمو کې د ولايت مرستيال والي الحاج عبدالولي سهي، د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخيل، امنيې قوماندان مل پاسوال نجيب الله سرتېر، د ملي امنيت لومړی مرستيال ډګروال نجيب الله شيرزي، قومي مشرانو، ادارو ریيسانو، ميرمنو او ځوانانو شتون درلود. يادې څلور مسلکي لیسې په ډنډی پټان، جاني خيل، ميرزکه او وزې ځدراڼ ولسواليو کې په فعاليت پيل وکړ، چې هرې ليسې ته د ۹ کسانو ښوونکو تشکيل چې جمله ۳۶ تنه کيږي د ازاد رقابت له لارې ګمارل شوي. شفیق مشال