ملګرو ملتونو افغانستان کې د طالبانو بیرغ سره د دوی امنیتي کسانو عکس اخیستلو باندې بښنه وغوښته !
د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال ویاند فرهان په نیویاک کې رسنیو سره تازه څرګندونو کې ویلي چې دغه سازمان په افغانستان کې ددوی هغه امنیتي پرسونل چې طالبانو بیرغ سره یې په تېروتنې عکس اخیستی او په رسنیو خپور شوی، “بښنه غواړي”.
د نوموړي په وینا “ملګرو ملتونو کې د دغو امنیتي کسانو له مشر سره غږیدلي. دا عکس داسې وخت کې اخیستل شوی چې د ملګرو ملتونو مرستیاله د طالبانو مشرتابه سره په لیدنه بوخته وه. دغه امنیتي پرسونل له هغې سره تر جلسې تللي و او بله خونه کې ورته منتظر و”.