ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د میدان ورډګو جلریزو ولسوالۍ څخه تکتیکي شاتګ کړی ، خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ويلي چې دغه ولسوالي ددوی جنګیالیو نیولي او تر څنګ يې ولسوالی کې ایسار امنیتي ځواکونه هم دوی ته تسلیم شوي. که هم څه ملي دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو تسلیمدل ونه منل ، خو زیاته يې کړه چې زر به هلته امنیتي وضیعت بدل شي