افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان اسکاټ میلر وايي چې امریکا تراوسه پورې ددې وړتیا لري چې د افغانستان امنیتي ځواکونو څخه د جګړې په ډګر کې ملاتړ وکړي. او که چېرې طالبان جګړه ونه دروي نو امریکا به پرې هوايي بریدونه پیل کړي. همدا راز جنرال میلر اندیښنه څرګنده کړله که چېرې د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته افغان مشران خپلو کې یو نه شي. جګړه به سخته شي. او کورنۍ جګړې خواته به حالات لاړ شي.