د هرات ولایت چارواکي وايي چې ادرسکن ولسوالۍ کې د سیلابونو وتلو له امله دولس تنه مړه شوي دي او سلګونه تنه څاروي هم له منځه تللي دي.
پنځه نارینه،یوه میرمنه،څلور ماشومان او څلور نور جسدونه چې تراوسه یې هویت روښانه نه دي په دې سیلابونو کې مړه شوي دي.
دډې ولایت چارواکي وايي چې خلکو ته د رسیدنې له پاره بیړنۍ کمیټه جوړه شوې ده او زیان لیدونکو ته د مرستو رسیدو باندې بوخت دي.