د هلمند امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د هلمند نهر سراج ولسوالۍ اړوند د ادم خان او سربند سیمه کې د وسلوالو مخالیفینو سره دمخامخ جګړي پرمهال د نهراسراج ولسوالۍ لپاره تش په نامه د وسلوالو مخالفينو نظامي ولسوال عبدالرحيم په ګډون ۱۳ تنه مخالفين وژل شوي او اتلس نور زخميان شوي. د يادي نښتي پرمهال ددښمن جسدونه يو اندازه نظامي تجهيزات هم د افغان ملي امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي. همدا شان لسګونه کړی مختلف النوع ماينونه چې دښمن پر عامه لارو ځای پر ځای کړي وو، دافغان ملي امنيتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي