د ملي دفاع وزارت ویاند وایي چې د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ کې پر طالبانو د ملي امنیتي ځواکونو هوایي برید کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې قوماندان علي پنجاپي په ګډون څلور د القاعدې غړي وژلي او د دوی ۳ قرارګاوو په شمول یې د القاعدې یو ښوونیز مرکز ، وسلې او مهمات هم له منځه وړي.