د پاکستان څخه خبرونه وایي چې د هندوستان لخوا د پنجاپ په بهاولپور کې د ممنوع ګرځول شوي ترهګرې ډلې جیش محمد په مرکز هوایي برید کې ۱۴ کسان وژل شویدي.
د یاد برید وروسته نن چارشنبه د جیش محمد ډلې خپلې خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې په برید کې ټول ۱۴ کسان وژل شوي دي. د اعلامیې له مخې، د وژل شویو له ډلې لس کسان د مولانا مسعود اظهر د کورنۍ غړي دي، چې د هغه مشره خور، د هغې مېړه، دوه ورارونه، د هغوی مېرمنې، او پنځه ماشومان شامل دي.
اعلامیه زیاتوي، چې د وژل شویو په ډله کې د جیش محمد یو نژدې مرستیال، د هغه مور، او دوه نور نژدې ملګري هم شامل دي.
په دغه اعلامیه کې د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي هم توندې نیوکې شوې دي او ویل شوي: “دې ظلم ټول انساني او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل. اوس دې هېڅوک د رحم تمه نه لري.”
د یادولو ده چې هند تېره ورځ د پاهلګام برید په غچ کې د سندور په نوم هوایي عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان دننه او کشمیر کې یو شمېر اهداف په نښه کړل. چې له امله یې د دواړو هېوداونو تر منځ د جګړې خپریدو احتمال ډېر شویدی.