د هند راپورونه وايي چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزير منموهن سينګ نن د 92 کلنۍ په عمر د يوې ناڅاپي ناروغۍ له امله په نوي ډیلي کې په يوه روغتون کې ومړ له همدې امله د هند حکومت د اوو ورځو ملي ویر اعلان کړی دی
منموهن سينګ د هند د کانګرس ګوند غړی او يو نرم خويه تخنيکي سياستوال و چې لس کاله د هند د لومړي وزير په توګه دنده ترسره کړه
ډېرو نړيوالو مشرانو د دغه هندي سياستوال د مړینې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې ده حامد کرزی د افغانستان پخواني ولسمشر هم د هند خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ يو پيغام لېږلی او ويلي يې دي چې هند نن خپل يو لوی زوی له لاسه ورکړی دی