یوې امنیتي سرچینې هېواد پریس ته وویل چې د پکتیا لپاره د وسلوالو طالبانو نظامي کمیسون مرستیال عبدالحق عمري چې قطر کې د وسلوالو طالبانو سیاسي دفتر غړي مولوي محمد نبي عمري زوی وو، افغان ځانګړو ځواکونو سره نښته کې وژل شوی. وسلوالو طالبانو هم د عبدالحق عمري وژنه منلي.