د خوست ولسي جرګې غړی او د کورنیو چارو وزارت د کریمینل تخنیک ادارې پخوانۍ مسلکي افسر قوماندان غفار خان د ملي امنیت لوی ریاست نظامي مرستیال ټاکل شوی. قوماندان غفار خان د خوست ولایت تڼيو ولسوالۍ ورژلې کلې اوسیدونکی دی.نوموړي په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د چکسلواکیا هېواد څخه د کریمینل تخنیک یا جرمي تخنیکونو برخه کې مسلکي نظامي زده کړې بشپړې کړي. او بیا د وخت حکومت کې د کورنیو چارو وزارت کریمینل تخنیک اړوند برخو کې خدمت ترسره کړی. همدا شان افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال تحول وروسته د خوست ولایت کې د ایتلافي ولایتي قواوو قوماندان په حیث هم پاتې شوی. چې له دې مسؤولیتونو وروسته يې تېرو پارلماني ټاکنو کې د خوست څخه ولسې جرګې ته لار پیدا کړله. خو د وکالت دورې بشپړونې د مخه نن د مرکزي حکومت په لزوم دید د ملي امنیت لوی ریاست نظامي مرستیال وټاکل شوو
د ولسي جرګې غړی قوماندان غفار خان تڼۍ د ملي امنیت لوی ریاست نظامي مرستیال وټاکل شوو
مخکینی پوسټ