د لندن محکمې د بریتانیا یو اوسیدونکی چې د پاکستان څارګرې ادارې لخوا د پاکستان پوځ ضد یو پاکستاني لیکوال وژلو لپاره مستخدم کړی وو ، نن د لندن یوې محکمې کې مجرم وبلل شوو. د لندن محمکې داسې اسناد او شواهد موندلي چې بریتانوي تابعیت لرونکی محمد ګوهر خان د ۱۰۰ زره پاونډو چې (۱۳۴ زره ډالر) کیږي ، په بدل کې هالند کې میشت پاکستانی لیکوال وقاص ګورایه وژلو ناکامه هڅه کړي. د لندن محکمې ته داسې اسناد او شواهد وړاندې شوي چې ګوهر خان په پاکستان کې میشتو مخفي کسانو لخوا د وقاص ګورایه وژلو لپاره ګومارل شوی وو. ګوهر خان تېر کال جون میاشت کې ونیول شوو . د مجرم محکمې په جریان کې محکمې ته ویل شوي چې ګوهرخان چې خورا ډېر قرضداری دی ، نو د مستعار نوم مډز په نوم یو کس د پاکستان څخه ورته د سل زره پاونډو په بدل کې د وقاص وژلو پروژه سپاري. د واټساپ هغه پیغامونه چې له پاکستان څخه ګوهرخان ته د وقاص وژلو لپاره رالیږل شوي په هغې کې ګوهر خان ته دې وقاص ګورایه عکس ، د کور ادرس او دده وژنې لپاره یو لړ لارښوونې ورلیږل شوي. ګوهرخان د یادې مکالمې وروسته وقاص پسې هالنډ ته ورځي ، هلته چاقو اخلي
. خو هالنډ کې وقاص نه مومي ، او بېرته لندن ته ستنیږي ، چې لندن ته رسیدلو پر مهال یې امنیتي کسان نیسي او بند ته یې استوي. ګوهر خان خپله وايلي چې پیل کې ددې چارې پر څرنګوالي نه پوهیده ، او مدز په نومي یوه کس سره یې واټساپ پیغامون, کې د کب ښکار اصطلاحات کاروولي . ګوهر خان په همدې پیغامونو کې له مدز پوښتنه کوي چې” دا دې ژورو سمندرونو کب دی که عادي ټونا کب دی ؟” په ځواب کې مدز ورته وايي چې” عادي ټونا کب دی، خو بریتانوي ټونا ندی بلکې اروپايي ټونا دی . ” ددغه خبر له رسنیز کیدو وروسته وقاص ګورایه رسنیو ته ویلي چې نوموړی پوهیږي چې دا کار یوازې د پاکستان څارګرې ادارې کولای شي. او نوموړی ځکه د پاکستان څارګرې ادارې وژلو په لیست کې دی چې دای په پاکستان کې د ورکو شوو کسانو او بشري حقونو لپاره قلمي او مدني مبارزه کوي، او دې ترڅ کې د پاکستان پر پوځ توندې نیوکې کوي.
د پاکستان څارګرې ادارې او پوځ تر اوسه پورې دغه قضیې باره کې کوم نظر څرګندونه نده کړي. د یادولو ده چې دا لومړۍ ځل ندی چې د پاکستان څارګرې ادارې خپل پاکستاني مخالیفین بهر اروپايي او امریکايي ملکونو کې په نښه کوي ، خو دا لومړۍ ځل دی چې دا دسیسه یې شنډيږي او بیا رسینزه کیږي.