د پاکستان باجوړ سیمه ییزو پولیسو مشر عبدالصمد خان رسنیو ته ویلي چې ، نن دوه پوځیان او دوه پولیس افسران هغه مهال ووژل شول کله چې د دوی ګاډی د افغانستان پولې ته نږدې د باجوړ په سیمه کې د سړک د غاړې ماین پرې وچاودیدلو.
پاکستاني طالبانو ، تحريک طالبان پاکستان (TTP) په يوه اعلاميه کې د دغو بريدونو مسووليت منلى دى.
همدا شان نن د پاکستان پوځ یوې اعلامیې کې ویلي چې باجوړ کې د پوځ پر پوستې د وسلوالو برید کې یو پوځي وژل شوی .
باجوړ ، چې د افغانستان له کونړ ولایت سره ګډه پوله لري ، د القاعده سره د تړلو اسلامپالو وسله والو یو له پیاوړو مرکزونو څخه و ، اوس پکې یو ځل بیا امنیتي پېښې زیاتې شوي.