د اسلام اباد پولیسو رسنیو ته منلي چې د پاکستان تحریک انصاف مرستیال فواد چوهدري يې لاهور کې نیولی. د اسلام اباد پولیسو په وینا چې د فواد چوهدري نیولو امر وروسته له هغه وشولو ، کله چې د پاکستان ټاکنو کمیسون منشي عمر حبیب لخوا پرې عریضه وشوله. عمر حبیب په فواد چوهدري ددې لپاره عارض شوی چې نوموړي تازه څرګندونو کې د ټاکنو کمیسون غړو ته ګواښ کړی. په عریضه کې ویل شوي چې فواد چوهدري خپلو څرګندونو کې دړکه ورکړي، هغه کسان چې دغه سرپرست حکومت کې چارې پر مخ وړي، ددوی واک ته په رسیدو سره به تر کورونو تعقیب شي. د فواد چوهدري له نیولو وروسته د پي ټي ای پلویانو د زمان پارک ته څېرمه د عمران خان هستوګنې ته ځانونه رسولي تر څو د هغه په نیولو کې د پولیسو پر وړاندې خنډ جوړ شي.