خوست کې د طالبانو امنیتي چارواکو رسنیو ته منلي چې تېره شپه د پاکستان جنګي طیارو د خوست سپېرې ولسوالۍ څلورو کلیو باندېبمبار کړیدی چې شاوخوا ۵۰ پنځوس کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي. د سرچینې په وینا وژل شویو کې ماشومان مېرمنې اوسپین ږیري هم شامل دی. بلخوا ته کونړ څخه هم راپورونو وایي چې هلته هم د پاکستاني طیارو بمبار له کبله ملکیانو ته درنه مرګ ژوبلهاوښتي. تر اوسه په رسمي ډول نه طالبانو او نه د پاکستان حکومت د یادو بریدونو په تړاو کوم رسنیز غبرګون مخې ته ندی راغلی. خو پهخواله رسنیو داسې ویډیو ګانې مخې ته راغلي چې ګڼ شمیر کې د ملکیانو چې مېرمنې ، ماشومان ، او سپین ږیري پکې دي ، جسدونهلیدل کیږي.