د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي تر منځ پټې خبرې روانې دي، او سرچینې وايي چې یادو خبرو کې پرمختګ هم شویدی. د سرچینې په وینا ، د پاکستاني طالبانو مشرانو او پاکستان حکومت چارواکو لومړۍ لیدنه په کابل کې ترسره شوي، او دې لیدنه کې څه خاص پرمختګ ونشو، خو وروسته دوهمې او دریمې لیدنې کې چې خوست کې ترسره شوي، د اعتماد فضا رامنځته شوله او خبرو کې پرمختګ وشوو. د سرچینې په حواله ، دې خبرو کې د پاکستان حکومت دیته رضا شوی چې د پاکستاني طالبانو د څو مشرانو په ګډون ۱۰۲ پاکستاني طالبان خوشي کړي. ویل کیږي چې د پاکستاني طالبانو مشرانو کې یو د پاکستاني طالبانو پخوانۍ ویاند مولوي محمد عمر ، بل د سوات طالبانو ویاند او مشر مسلم خان او یو بل د سوات طالبانو مهم مشر محمود خان نومونه هم شامل دي. سرچینه وايي چې یادو خبرو کې افغان طالبان د منځګړیتوب رول لوبوي، د سرچینې په وینا کله چې افغان حکومت وپرځيدلو، او کابل د طالبانو لاسته ولویدلو ، نو د مولوي فقیر محمد چې باجوړ کې د طالبانو مهم مشر و او کابل کې بندي و ، نو د طالبانو کسانو لخوا خوشی کړل شوو، نو مولوي فقیر محمد د خوشي کیدلو وروسته دې خبرو کې ډېر هڅې وکړې. چې دا مهال د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو مشران د بیلابیلو سیمو زندانونو څخه راټول کړي ، او ټول یې شمال وزیرستان ته بیولي او له دغه ځایه به افغان طالبانو ته وسپارل شي. ویل کیږي چې یادو مذاکراتو کې د پاکستان حکومت لس او پاکستاني طالبانو پنځه غوښتنې یو او بل ته ورمخکې کړي.