د پاکستان فدرالي کابینې نن وروسته له هغه پر تحریک لبیک پاکستان سیاسي ګوند د فعالیتونو بندیز قانوني مسوده تصویب کړله چې دغه ګوند روانه اونۍ پاکستان کې درې ورځې داسې قهرجنې مظاهرې له هغې وروسته وکړلې چې کله يې د ګوند مشر سعد رضوي د پاکستان حکومت ونیولو. دده له نیولو وروسته د ګوند پلویانو تاوتریخجنو مظاهرو د پاکستان لر او بر په سر واخیستو چې له امله يې په سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله. چې په وژل شویو کې د پاکستان دوه پولیس هم وه
تحریک لبیک سره تېر کال د پاکستان حکومت یوه لوظنامه کړي وه چې په شلم دې اپریل ۲۰۲۱ به له پاکستانه د فرانسې سفیر شړي، خو پاکستان حکومت دې تحریک لبیک له لوظنامې په شاه شولو او نن فدرالي کابینې په رسمي ډول دغه ګوند باندې دې فعالیتونو بندیز لګولو مسوده تصویب کړله